بلوچستان کې خونړۍ پېښه: مرستیال کمېشنر محمد افضل باقي د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی

په بلوچستان کې د زیارت سیمې مرستیال کمېشنر محمد افضل باقي د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.
ځايي چارواکو تائید کړې، چې که څه هم تر اوسه یې د مرستیال کمېشنر جسد نه دی موندلی، خو په تازه خپره شوې ویډیو کې مړی لیدل شوی.
د راپورونو له مخې، د مرستیال کمېشنر مړی ښایي د هرنايي سیمه کې لیدل شوی وي او چارواکو د هغه د موندلو لپاره خپلې هڅې پیل کړې دي.
یاده دې وي، چې نوموړی د اګست پر لسمه په زاهزري سیمه کې له خپل زوی، ساتونکي او يو بل موټر چلوونکي سره تښتول شوی و، خو وروسته وسلهوالو پرته له ده، ساتونکی او موټر چلونکی يې را خوشي کړي وو.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5863a