بهرنیو چارو وزارت کورنۍ دې د ایران کې بندي افغانانو معلومات له موږ سره شریک کړي

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې له هغو افغان کورنیو غوښتنه کړې، چې غړي یې په ايران کې د هر ډول علت له مخې بنديان دي، ترڅو د خپلو بندیانو مشخصات له وزارت سره شریک کړي.

حافظ ضيا احمد تکل، د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس، نن چهارشنبه د لړم ۲۱ مه د یوې خبرپاڼې له لارې د افغان بندیانو اړوند معلوماتو د شریکولو غوښتنه کړې ده.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دې اقدام موخه په ايران کې د افغان بندیانو د ستونزو څېړنه او د حل لارو موندل دي. همدارنګه، وزارت له ټولو کورنیو غوښتي، چې د وزارت لخوا چمتو شوی ځانګړی فورم په بشپړ ډول ډک کړي او وړاندې یې کړي، څو د هر بندی د وضعیت په اړه دقیق معلومات ترلاسه شي او اړوند اقدامات ترسره شي.

اعلامیه ټینګار کوي، چې د معلوماتو شریکول د افغان بندیانو د حقوقو د ساتنې او د هغوی له ستونزو سره د عملي مرستې لپاره اړین ګام ګڼل کېږي، او وزارت به د دې معلوماتو پر اساس په شفافه توګه اقدام وکړي.

دغه نوې هڅه د اسلامي امارت له لوري د خپلو اتباعو د حقوقو د خوندي کولو او د ګاونډیو هېوادونو سره د همغږۍ د پیاوړتیا په لړ کې ترسره کېږي.

دکمه بازگشت به بالا