ترانس جندر وژنې په کراچۍ: درې مړي موندل شول او ټولنه د خوندیتوب په نشتون کې غمجن ده

نن یکشنبي د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر ۲۱ مه د پاکستان په کراچۍ لوی ښار کې د سړک پر غاړه د دریو ترانس جندرانو مړي موندل سوي دي. ددغې پیښې په تړاو پولیس وایې دا په ټولنه کې تر ټولو لوی تاوتریخوالی دی.
د دې ډول پیښو دقیق امار ندی معلوم ځکه چې تر ډیره له ریپورټ کولو څخه پټ پاتې دي.
د بشري حقونو ډلې لکه د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په پاکستان کې د ترانس جندرانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالی د اندیښنې وړ دی.
د ښار د پولیسو چارواکي جاوید احمد ابرو اې اف پي خبري اژانس ته وویل: “د دریو ترانس جندرانو په مرمیو سوري جسدونه په لویه لاره وموندل سول.
هغه ریاتوي: « موږ لاهم د دوی د هویت تاییدولو په حال کې یو.» او زیاته یې کړه چې ددوی د مړیني هدف لا معلوم ندی.
ددغو دریو ترانس جندرانو جسدونه پرون شپه ناوخته د کراچۍ په میمن ګوټ سیمه کې وموندل سول.
پاکستان کې د سند ايالت اعلی وزیر سيد مراد علي شاه په یوه بیان کې وویل: «ترانس جندر د ټولنې یوه زیانمنونکې برخه ده، او موږ ټول باید دوی ته عزت او درناوی ورکړو.»
په پاکستان کې په دې ورستیو کلنو کې د ترانس جندر ښځو پر وړاندي د مذهبي ښي اړخو له خوا یو ډول ډیجیټلي کرکې کمپاین روان دی چې نه یواځي ددوی حقونه تر پښو لاندي کوي بلکه ددوی خوندي توب ګواښي.
شهزاده رایې، چې په کراچۍ کې د ټرانس جندر فعاله او د حکومت لخوا ټاکل سوې سیمه ییزه شورا غړې ده، اې اف پي خبري آژانس ته وویل: «کله چې د کرکې ویناوې او کمپاینونه په ښکاره ډول ترسره سي، نو دا ډول پایلې به حتمي له ځانه سره لري.»
رایې وایې: « که څه هم دولت او پولیس زموږ په څنګ کې دي، دا ډول وژنې لاهم روانې دي، چې دا په ګوته کوي چې زموږ په ټولنه کې د ټرانس جندر خلکو په وړاندې ژوره کرکه دوام لري.»
فعالان وایې دغه ډول پیښې هغه مهال را مینځته کیږي چې له دوی ټرانس جندر په زوره جنسي کار ته اړیږي او یا هم د نارینو غوښتني ردوي.
د ترانس جندارنو فعاله مهروب معیز اې اف پي خبري اژانس ته ویلې، « موږ مخکې له مخکې حکومت ته ویلي چې دا د ترانسجندر خلکو د ژوند پر ضد یوه همغږې سوې حمله ده.»
په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ترانس جندر حقونو قانون تصویب خورا پرمختللی ګڼل کیده، او په ټوله نړۍ کې د هغوی ملاتړ په ټولنه کې او د هغوی د خوندیتوب لپاره یې خورا ستاینه وسوه.
خو مذهبي ډلو وویل چې دا د اسلامي قانون خلاف دی او “زموږ د کورنۍ نظام د ویجاړولو لپاره یوه دسیسه ده”، او مهمې برخې وروسته د شرعي محکمې لخوا لغوه سوې.