ترکیه او هرات: سینان ایلخان د خدمت په ستاینلیک سره له ماموریت فارغ شو

په هرات ولایت کې د ترکیې د پخواني جنرال قونسل سینان ایلخان د ماموریت د پای په مناسبت د «تیکا» دفتر له لوري ځانګړی مراسم جوړ شوي و، چې پکې د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار، د ترکیې سفیر، د افغان ـ ترک ښوونځیو رئیس او یو شمېر مېلمنو ګډون درلود.

د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار د سینان ایلخان د بریالي ماموریت پر مهال د هغه ارزښتناک خدمتونه ستايلي او د نوې دندې په چارو کې یې ورته د بریا هیله څرګنده کړې ده. ښاغلي اسلام‌جار زياته کړې، چې د ترکیې د پخواني جنرال قونسل نېک کارونه به د هرات ولس هېڅکله هېر نه کړي.

د ياد ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې له مخې، په دې مراسمو کې د ترکیې سفیر او د «تیکا» دفتر مسوولینو هم د سینان ایلخان د هڅو او لاسته راوړنو ستاینه کړې او هغه یې د افغانستان، په ځانګړې توګه د هرات د خلکو لپاره د یو مهم خدمتګار په توګه یاد کړی دی.

لینک کوتاخ

https://sarie.news/b5992a
دکمه بازگشت به بالا