جاکارتا د ا.ا استازي د لیبیا د وژل شویو پوځي چارواکو پر مړینه خواخوږي ښودلې

په جاکارتا کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست، مولوي سعدالله بلوچ د لیبیا د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز او لوړپوړو پوځي غړو د مړینې په مناسبت د لیبیا سفارت د تعزیت په کتاب کې د خواخوږۍ پیغام ثبت کړی دی.
د افغان سفارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې ښاغلي بلوچ دا پیغام د اسلامي امارت او افغانستان د خلکو په استازولۍ ثبت کړی دی.
څو ورځې مخکې په ترکیه کې د یوې الوتکې د غورځېدو له امله د لیبیا وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز او ګڼشمېر نور لوړپوړي پوځي چارواکي وژل شوي وو.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w3083e

