جلالي سعودي کې د پولیو، نشهيي توکو او روغتیايي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وشوې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستان د روغتیا وزیر په شتون کې د سعودي عربستان د روغتیا له وزیر فهد عبدالرحمن الجلاجل سره وکتل.
دې کتنه کې د ساري او غیرې ساري ناروغیو پر وقایوي تدابیرو، د نشه یي توکو د کارونې د مخنیوي، د روغتیا برخه کې د لا ښې همکارۍ، د درملو کیفیت او قانوني وارداتو خوندیتوب، د پولیو له منځه وړلو کې د اغېزمنې همغږۍ او همکارۍ رامنځته کولو او د سلمان بنسټ له لوري د روغتیایي جوړښتونو د تقویه کولو په اړه خبرې شوي.
دې کتنه کې مولوي نورجلال جلالي د پولیو له منځه وړلو برخه کې پر ګډو هڅو ټینګار کړی او ویلي یې دي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د ګډو پروګرامونو له لارې د ناروغیو مخنیوي او روغتیایي حالت ښه والي ته وده ورکړي.
ورته مهال، د سعودي عربستان او پاکستان د عامې روغتیا وزیرانو د پولیو له منځه وړلو، نشه یي توکو مخنیوي او د روغتیايي بنسټونو د تقویې برخو کې د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ.

