حزب‌الله: د نصرالله له مرګ یو کال وروسته هم د جګړې او مقاومت لاره دوام لري

لبناني وسله‌وال ډله حزب‌الله د شنبې په ورځ د خپل پخواني مشر، حسن نصرالله د وژل کېدو یو کال نمانځي.

د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر پر ۲۷مه ماښام، د اسرائیل د بنکر ماتونکو بمونو لړۍ د بیروت په سویل کې د حزب‌الله پر یوه کمپلکس ولګېده چې په پایله کې یې نصرالله ووژل شو.

نصرالله له ۳۰ کلونو ډېر وخت د حزب الله ډلې، سیاسي او پوځي مشري پر غاړه درلوده.

د نصرالله مرګ او ورپسې جګړې پر ایران‌پلوه حزب‌الله درانه ګوزارونه وکړل.

د هغه ټاکل شوی ځای‌ناستی، هاشم صفی‌الدین، هم څو اونۍ وروسته ووژل شو.

د رویټرز د راپور لمخې اوس پر دې ډلې فشارونه زیات شوي چې وسله پر ځمکه کېږدي، خو حزب‌الله دا غوښتنه رد کړې ده.

نصرالله په ۱۹۹۲ کال کې یوازې د ۳۵ کلونو په عمر کې د حزب‌الله عمومي منشي شو، وروسته له دې چې د هغه مخکینی مشر سید عباس موسوي په یوه اسرائیلي هلیکوپټري برید کې ووژل شو.

نصرالله د خپلو تندو ویناو په مټ ژر د دغې ‌ډله عامه څېره وګرځېد چې په اصل کې د ایران د انقلابي ځواک له خوا په ۱۹۸۲ کال کې د اسرائیلي ځواکونو پر ضد د مبارزې لپاره جوړه شوې وه.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6049a
دکمه بازگشت به بالا