حقاني د ملګرو ملتونو له پلاوي سره د همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني او د سولې او سیاسي چارو کې د م.م د عمومي سرمنشي مرستیالې روزمیري دي‌کارلو په مشرۍ پلاوي د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پرمختګ او ځینو نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د مرستیالې مېرمن روزمیري دي‌کارلو په مشرۍ له راغلي پلاوي سره کتلي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دې ناسته کې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پرمختګ، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې برخه کې پر همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، خصوصي سکټور ته د شته محدودیتونو لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت بحث او خبرې وشوې.

د کورنيو چارو وزير په دې کتنه کې ویلي چې د نشه‌یي توکو کرکيلې، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او عملي اقدامات ترسره شوي او مثبتې پایلې یې لرلې دي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي: «همدارنګه د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او د واقعي شرایطو په رڼا کې د همکاریو پراختیا په اړه هم خبرې وشوې او څرګنده شوه چې متقابل درناوی او واقعي همکاري کولای شي چې د باور فضا لا پیاوړې کړي.»

د خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو پلاوي د امنیتي وضعیت او د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې د پرمختګونو ستاینه کړې او له افغانستان سره یې د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پلاوي د دوامدار تعامل پر ساتلو ټینګار کړی او زياته کړې یې ده چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سازمان په ابتکار د دوحې ناستو د درېيمې پروسې له مخې به د يادې پروسې په ترڅ کې جوړ شوي کاري ګروپونه خپله راتلونکې ناسته د افغانستان په کوربه‌توب په کابل کې ترسره کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w160w
دکمه بازگشت به بالا