حماس: د اسرائیلي ځواکونو وتلو په بدل کې د بندیانو خوشې کولو ته چمتو دی

حماس جهادي غورځنګ له غزې تړانګې په بشپړ ډول د اسرائیلي ځواکونو د وتلو لپاره د اسرائیلي بندیانو خوشې کولو ته چمتووالی ښودلی دی.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې چې حماس غورځنګ د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له لوري د ترتیب شوي پلان مطابق چمتو دي چې د دې هوکړې د جزییاتو لپاره له منځګړو هېوادونو سره خبرې پیل کړي.

د دغه غورځنګ په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د فلسطینیانو په ملي هوکړې او د اسلامي هېوادونو په ملاتړ به یو جوړ شوي فلسطیني بنسټ ته د غزې اداره وسپاري.

بلخوا ټرمپ د حماس غورځنګ له دې اعلان وروسته له اسرائیلي رژیم غوښتي چې پر غزې بریدونه ودروي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6192a
دکمه بازگشت به بالا