حوثي ځواکونه: د هایپرسونیک توغندي او ډرون بریدونه د اسرائیلي اهدافو پر ضد ترسره کړل

د یمن حوثي ځواکونو خبر ورکړی، چې په «یافا» اشغالي ښار کې يې د اسرائيلو پر یو مهم هدف د «فلسطین-۲» هایپرسونیک بالسټیک توغندي په وسیله بريالی برید کړی دی.
د يادو ځواکونو د وياند يحيی السريع په وینا، دغه برید د اسرائیلي وګړو په منځ کې پراخه وېره رامنځته کړې او ګڼو یې پناه ځايونو ته تېښته کړې ده.
حوثي ځواکونو همداراز ویلي، چې د ډرون الوتکو په وسیله یې د «رامون» په نوم د اسرائیلي الوتکو هوايي ډګر په اُمالرشراش سیمه کې په نښه کړی او دغه عملیات هم د دوی په خبره په بریالیتوب ترسره شوي دي.
یمني پوځ دغه بریدونه د فلسطین د ولس او مقاومت د ملاتړ ترڅنګ، د اسرائيلو له لوري پر غزې او پر یمن د بریدونو ځواب بللی دی.
د یادونې وړ ده، چې یمن یوازینی هېواد دی، چې پر غزې د اسرائیلي وحشتونو له پیله تر دې دمه یې پر اسرائیلي اهدافو خپل بریدونه جاري ساتلي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5691a