حیدري د اسټرالیا بندیزونه زړور او هیله بښونکي اقدام دی

په سرېلنکا کې د افغانستان پخواني سفیر محمد اشرف حیدري د اسټرالیا له لوري د اسلامي امارت پر څو چارواکو لګېدلو تازه بندیزونو ته په غبرګون کې ویلي چې دغه اقدام د نړیوال سیاست په اوسني پړاو کې د دې هېواد «زړورتیا او اخلاقي روښانتیا» څرګندوي؛ هغه مهال چې ګڼ هېوادونه د لنډمهالو سیاسي ګټو لپاره د بشري حقونو موضوعات څنډې ته کوي.
حیدري په خپل بیان کې لیکلي چې د اسټرالیا پرېکړه یوازې د دغه هېواد د «انسانمحور سیاست» نښه نه ده، بلکې د افغانانو لپاره د هیلې یوه نوې دروازه هم پرانیزي. نوموړي ټینګار کړی چې نړۍ والو ته د مشرتابه لپاره یوازې زبرځواک ځواکمنۍ شرط نه ده؛ بلکې «اخلاقي لید، انساني دریځ او روښانه سټراټیژیک فکر» هغه بنسټونه دي چې کولی شي د نړۍ په سیاسي سیستمونو کې رامنځته شوې تشې ډکې کړي.
هغه د افغانانو په استازیتوب د اسټرالیا له حکومت مننه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان ډېری وګړي د اسلامي امارت او د دې نظام د بهرنیو ملاتړو پالیسۍ نه ردوي، بلکې د دوی له دریځونو سره اختلاف لري. حیدري ادعا کړې چې اسټرالیا په داسې مهال د افغانانو د حقونو ملاتړ کړی چې یو شمېر هېوادونو یا سکوت غوره کړی او یا یې دا موضوعات له پامه غورځولي دي.
نوموړي دغه پرېکړه د «عادلانه او با ثباته نړۍ» لپاره مهمه بللې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه اوس د هغو هېوادونو ډېره اړتیا لري چې «د ازادۍ، عدالت او بشري مسؤلیتونو د پلویانو ترڅنګ ودرېږي».

