خواجه اصف وروستي بریدونه د افغانستان سره د باور فضا له منځه وړي

د پاکستان دفاع وزیر، خواجه محمد اصف، له رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان له لوري سره د مذاکراتو هغه هیله چې مخکې یې موجوده وه، د وروستیو بریدونو له امله ورو ورو په ناهیلۍ بدلېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا زیانمنه شوې ده.

نوموړي د تېرې ورځې برید ته په اشارې سره څرګنده کړې، چې دا پېښه د وسله‌والو له لوري یو څرګند پیغام و، چې ښيي د پاکستان هېڅ سیمه له ګواښ څخه خوندي نه ده. د هغه په وینا، دا ډول بریدونه نه یوازې د پاکستان امنیتي وضعه زیانمنوي، بلکې د سیمې د ثبات پر راتلونکي هم منفي اغېز کوي.

خواجه محمد اصف ویلي، د پاکستان حکومت د دغو بریدونو د اصلي عاملینو د موندلو او ځواب ویلو لپاره جدي اقدامات پیل کړي دي. هغه ټینګار کړی، چې هېواد به د خپلو وګړو د خوندیتوب او د ملي امنیت د ټینګښت لپاره هر هغه ګام پورته کړي، چې اړین وي.

د دفاع وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راځي، چې په وروستیو اونیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې، پر پوځیانو او دولتي ودانیو بریدونه زیات شوي دي. پاکستاني چارواکي دا بریدونه د هغو وسله‌والو ډلو کار بولي، چې د دوی په ادعا له افغانستانه فعالیت کوي، خو اسلامي امارت تل دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د افغانستان له خاورې هېچا ته د ګواښ اجازه نه ورکوي.

سیاسي شنونکي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو تاوتریخوالو دوام کولی شي د سولې او سیمه‌یز ثبات پر بهیر ژور اغېز ولري، او د اعتماد د فضا د بیا رامنځته کېدو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ته جدي اړتیا لیدل کېږي.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/f201h
دکمه بازگشت به بالا