دایکندي کې د موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ او بل ټپي شوی دی

د دایکندي مسوولین وایي، د یاد ولایت په «خدیر» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه تېره ورځ د خدیر ولسوالۍ په «کرس کورګه» سیمه کې د فرونر موټر د چپهکېدو له امله شوې ده.
سرچینې لیکلي چې یادو کسانو دغه موټر زدهکولو چې له سړکه ترې اوښتی او چپه شوی دی.
د دایکندي امنیې قوماندانۍ مسوولینو همداراز ویلي چې دغه دواړه کسان د خدیر ولسوالۍ اړوند کرس سفلي او کورګه علیا سیمو اوسېدونکو وو او ټپي شوی کس د درملنې په موخه روغتول ته لېږدول شوی دی.
د مسوولینو په وینا چې د دې پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
د یادولو ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.

