دوحه: د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو بېړنۍ ناسته د اسرائيلو د بريد وروسته ترسره کېږي

پنځه ورځې وروسته له هغه چې اسرائيل پر قطر بريد وکړ، د دغه هېواد پلازمېنه دوحه د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د بېړنۍ ناستې کوربه ګرځي.

دغې ناستې ته چې نن دوشنبې د سنبلې په ۲۴مه نېټه ترسره کېږي، د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو بلنه ورکړل شوې ده.

په همدې تړاو د ايران د بهرنيو چارو وزير ډاکټر سيد عباس عراقچي، چې د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلی، په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي: «ايران د قطر ترڅنګ ولاړ دی او په حقيقت کې د ټولو مسلمانانو ورونو او خويندو ترڅنګ دريږي، په ځانګړي ډول د هغه آفت پر وړاندې چې سيمه يې په وېره او وحشت کې راګېر کړې ده.»

لینک کوتاه

https://sarie.news/A805S
دکمه بازگشت به بالا