د احصایې ادارې راپور: د زمري میاشتې صادرات ۱۴۵ میلیونه ډالر، واردات ۱.۱۹۶ ميليارد ډالر شول

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال د زمري میاشتې د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴.۹ ميليونه ډالرو ته رسېدلی، چې د چنګاښ مياشتې په پرتله ۴۰.۹ ميليونه ډالر زياتوالي ښيې.
د يادې ادارې د راپو له مخې، د وارداتو ارزښت د زمري مياشتې لپاره يو ميليارد او ۱۹۵.۶ ميليونه ډالر ثبت شوی، چې د چنګاښ مياشتې په پرتله شاوخوا ۴.۵ ميليون ډالر زياتوالی پکې راغلی دی.
مسوولين په وينا، د وارداتو په برخه کې تر ټولو ډېر توکي له ايران، چين او پاکستان وارد شوي او د صادراتو په برخه کې تر ټولو زيات توکي پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته صادرېږي.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې راپور زياتوي، په صادراتو کې بیاځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غیر محصولي توکي شمېرل شوي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5497a