د اسرائیلي چارواکو ټرمپ ته د غزې جګړې د پای غوښتنه

د اسرائیلو د استخباراتي ادارو د پخوانیو مشرانو په ګډون د شاوخوا ۶۰۰ متقاعدو امنیتي چارواکو ډلې په یوه لیک کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې په غزه کې د جګړې سملاسي درولو لپاره پر اسرائیلو فشار راوړي.
دغو چارواکو په خپل لیک کې ویلي: “دا زموږ مسلکي قضاوت دی چې حماس نور اسرائیلو ته ستراتیژیک ګواښ نه دی.”
دوی لیکلي: “د اسرائیلو له لوی اکثریت سره ستاسو اعتبار تاسو ته دا وړتیا در کوي چې لومړی وزیر نتانیاهو او د هغه حکومت په سم لوري رهبري کړئ: جګړه پای ته ورسوئ، یرغمل شوي کسان را خوشې کړئ او کړاو ودروئ.”
د اسرائیلو د پخوانیو چارواکو دا غوښتنه داسې مهال ده چې راپورونه وايي، له حماس سره د اوربند د نامستقیمو خبرو له درېدو وروسته، د اسرائیلو لومړی وزیر بینیامین نتانیاهو په غزه کې د پوځي عملیاتو پر پراخولو ټینګار کوي.
اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۷مه د حماس له برید وروسته چې ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل، په غزه کې ویجاړوونکې جګړه پیل کړې ده.