د اسراییلي ځواکونو لومړني ګامونه د غزې تړانګې د اشغال لپاره
اسراییلي ځواکونه د غزې تړانګې د بشپړ اشغال لومړني پړاو پیل کړ

د اسراییلي پوځ د خبرونو له مخې، دغه هېواد د غزې تړانګې د بشپړ اشغال لومړنی پړاو پیل کړی او سلګونه ځواکونه یې په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.
د سکاینیوز شبکې، چې د لویدیځو رسنیو له ډلې ده، د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) راپور ورکړی چې افین دفرین، د اسراییلي پوځ ویاند ویلي، ځواکونه د غزې ښار شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای شوي ترڅو د تړانګې د بشپړ اشغال لومړني ګامونه پیل کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4801a