د افغانستان او هند سفیرانو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت وايي، چې په بشکیک ښار کې افغان سفير مولوي عبدالشکور حقاني د هند له سفیر بیرېندر سېنګ سره کتلي دي.
ياد سفارت ويلي، په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا تر څنګ، د ویزو پر اسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او بشري همکاریو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې دواړو لوریو د متقابل باور د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د لا پراخېدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/F435F
دکمه بازگشت به بالا