د افغان کډوالو د جبري ايستلو پر ضد د ملاتړ غږ پورته شو

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمیټې د پیوستون په اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې له دغه هیواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو پای ته رسیدو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کډوالو د حقونو مدافع وکیلې او د دې کمیټې غړې منیزه کاکړ له وکیلانو، خبریالانو، سیاستوالو، څیړونکو، د مدني ټولنو فعالینو او له سازمانونو غوښتي چې د دې بیان په لاسلیک کولو د افغان کډوالو د حقونو د ساتنې او د دوی د جبري ایستلو سمدستي پای ته رسیدو غوښتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې ۱.۴ ملیون «پي او ار» کارت لرونکو ته د دغه هیواد د پریښودو وروستی خبرداری ورکړ.