د اقتصادي خونديتوب په لور: کندهار کې د ۷۵۴ پسونو قاچاق مخه ونیول شوه

په کندهار کې د څارویو د قاچاق مخه ونیول شوه
ځايي چارواکي په کندهار ولایت کې وایي، د ۷۵۴ رأسه پسونو د قاچاق هڅه ناکامه شوې او د دغو څارویو د انتقال مخه نیول شوې ده.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند، محمد حنیف حقمل، څرګنده کړې چې امنیتي ځواکونو څلور تنه د قاچاق په تور نیولي دي. نوموړي زیاته کړه، یاد کسان غوښتل چې دغه څاروي د کندهار له لارې پاکستان ته قاچاق کړي.
د چارواکو په وینا، د څارویو قاچاق نه یوازې د هېواد د مالدارۍ سکتور ته زیان اړوي، بلکې د اقتصادي بېثباتۍ او د کورني بازار د کمزورۍ لامل هم ګرځي. د دوی په خبره، د دغو هڅو د مخنیوي لپاره امنیتي ارګانونه جدي اقدامات کوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4727a