د امریکا او ایران د خبرو دویم پړاو په جینوا کې؛ ډونالډ ټرمپ د بدو پایلو خبرداری ورکړ

رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو دويم پړاو د سویس په جینوا ښار کې کېږي، چې پکې به دواړه لوري پر مهمو سیاسي مسایلو خبرې وکړي.
د راپور له مخې، د امريکا له لوري به د سټيو ويټکاف او جرد کوشنر په ګډون يو پلاوی د سهشنبې په سهار د ايران له چارواکو سره وګوري.
د دواړو هېوادونو د مذاکراتو لومړی پړاو په عمان کې ترسره شوی و.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د لومړیو خبرو تر پای وروسته ویلي و، چې خبرې «اوږدې او ژورې» وې.
بل پلو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که هوکړې ته ونه رسېږي، نو د ایران لپاره به «بدې پایلې» رامنځته شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q396q

