د اوبو د پراختیا پروژې چارې په لوګر کې پیل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې په لوګر ولایت کې د وزیر کلا او خواجه انګور کانالونو جوړولو چارې پیل شوي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د لوګر د مرکز پلعلم اړوند د وزیر کلا او په خروار ولسوالۍ کې د خواجه انګور کانالونو پروژه د ۳۸۲ زره او ۵۸۶ امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې ده.
سرچینه وایي، چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي او ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د پروژې چارې د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او د يواېناېفاې موسسې مالي ملاتړ لري. له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۱۲۶۹ هکتاره ځمکه خړوبه شي، چې د کرنې د پراختیا او سیمهییزو بزګرانو لپاره مهمه ګټه لري.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q853q

