د ايران مرکزي بانک د «آینده» بانک منحل شوی، خو له «بانک ملي» سره نه ادغامېږي

د ایران د بانک «آینده» د منحل کېدو له اعلان څخه دوه ورځې تېرېږي، خو لا هم د دې پرېکړې په تړاو د مالي چارواکو، کارپوهانو او رسنیو غبرګونونه دوام لري. چارواکي ټینګار کوي چې یاد بانک به له «بانک ملي» سره نه یوځای کېږي.

د ایران د مرکزي بانک رئیس، محمدرضا فرزین، ویلي چې د بانک «آینده» په تړاو ټاکل شوی میکانیزم د ادغام پروسه نه ده. ده زیاته کړې، که دا موضوع ادغام وای، نو باید یاد بانک له خپلو ټولو مالي ناتوازنیو سره یو ځای «بانک ملي» ته انتقال شوی وای، خو اوس یوازې د دې بانک نغدې شتمنۍ انتقالېږي.

مرکزي بانک ټینګار کړی چې د بانک «آینده» مالي ناتوازني یا ستونزې به هېڅکله بل بانک ته نه انتقالېږي، او «بانک ملي ایران» به هم له دې پرېکړې هېڅ ډول زیان یا لګښت ونه‌مني.

ښاغلي فرزین دغه څرګندونې د «هیئت ګزیر» او د «د سپما د ضمانت صندوق» د مدیره‌هیئت په لومړۍ غونډه کې وکړې، چې د بانک «آینده» د شتمنیو د برخلیک په اړه پکې بحث وشو.

هغه وویل، د «د سپما د ضمانت صندوق» لومړیتوب باید دا وي، چې د بانک «آینده» شتمنۍ په بېلابېلو لارو وپلوري او نغدې کړي.

د فرزین په وینا، په ټاکل شوي میکانیزم کې به داسې عمل وشي چې د «بانک ملي» ته د لېږدول شویو سپماوو په اندازه، د بانک «آینده» نغدې سرچینې او شتمنۍ دغه بانک ته انتقال شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1214s
دکمه بازگشت به بالا