د اټومي ظلم کلیزه؛ جاپان د تاریخ تر ټولو غمجنه شیبه لمانځي ۸۰ کاله وروسته هم د هیروشیما پر خاورو د اټومي سیوري خپور دی

خبرگزاری سریع: د جاپان پر هیروشیما ښار د امریکا متحده ایالتونو له خوا د اټومي بم غورځولو د اتیایمې کلیزې د یاد مراسم په یوې خاموشې دعا پیل شول. د یاد دغو مراسمو کې د جاپان لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا، د هیروشیما ښاروال کزومي مڅوی او ګڼو نړیوالو چارواکو ګډون کړی و.
د ۱۹۴۵ کال د اګسټ په ۶مه د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې، د امریکا متحده ایالتونو پر جاپان دوه اټومي بمونه وغورځول.
د هیروشیما ښاروال ښاغلي ماڅوي په خپلو خبرو کې د پوځي جوړونو پر لور د چټکې لېوالتیا او هغې مفکوري په اړه چې ګواکې اټومي وسلې د دفاع لپاره اړینې دي، خبرداری ور کړ: “دا له هغو درسونو بې پروایي ده چې نړیوالې ټولنې باید د تاریخ له تراژیدیو زده کړي وای.”
دوهمه نړیواله جګړه د هیروشیما او ناګاساکي د بمونو له غورځولو وروسته د جاپان په تسلیمېدو سره پای ته ورسېده.
پر هیروشیما او ناګاساکي د امریکا غورځولیو اټوم بمونو له ۲ سوه زرو ډېر خلک ووژل.