د اړتیاوو له پوره کولو تر خوندي لېږد: ۵۶۷۵ راستن شوي افغان کډوال خدمتونه ترلاسه کړل

 

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء يو ورځنی تازه راپور ښيي چې د هېواد له بېلابېلو لارو له لارې راستنو شويو افغان کډوالو ته اړین خدمتونه وړاندې شوي دي.

د ياد کمېسيون د راپور له مخې، ټولټال ۹۱۹ کورنۍ چې ۵۶۷۵ تنه دي، ثبت شوي او ۴۶۳ کورنۍ (۲۵۱۹ تنه) په خوندي توګه لېږدول شوي دي.
راپور کې راغلي، د مالي ملاتړ له لارې له ۹۰۴ کورنیو سره مرسته شوې ده.

همدارنګه، کډوالو ته د روغتيا، عامه پوهاوي او لنډمهاله مېشتېدنې اړوند خدمتونو ترڅنګ، ۷۶۹ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4732a
دکمه بازگشت به بالا