د ایران او امریکا درېیم پړاو مذاکرات جنیوا کې پیلېږي

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یوه پلاوي په مشرۍ د سویس جنیوا ښار ته رسېدلی څو له امریکا سره د اټومي پروګرام په تړاو مذاکراتو درېیم پړاو پیل کړي. د ایران رسنیو په ځانګړي ډول تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی چې د ښاغلي عراقچي الوتکه د چهارشنبې په شپه جنیوا ته رسیدلې ده.
ټاکل شوې، چې د امریکايي او ایراني پلاوو تر منځ خبرې به د دواړو هېوادونو د اټومي پروګرام په راتلونکې، د سولې یا جګړې په برخلیک اغېز ولري. د یادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر وړاندې څرګنده کړې وه، له ایران سره مذاکراتو ته چمتو دی، خو که خبرې ناکامې شي، نظامي انتخاب هم د مېز پر سر پاتې دی.
د خبرو اترو د اهمیت په اړه شنونکي ټینګار کوي چې دغه درېیم پړاو د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې او د اټومي پروګرام په اړه د اختلافاتو د حل لپاره حیاتي فرصت دی، او پایلې یې د سیمه ییزې امنیت او نړیوالو اړیکو په راتلونکې مستقیم اغېز لري.

