د ایران حکومت ویانده فاطمه مهاجراني د خپلواکۍ ساتنه ګډ مسؤلیت دی، هېڅ ځواک مو پر حاکمیت غلبه نشي کولی

د ایران د حکومت ویاندې، فاطمه مهاجراني، د یوې رسمي غونډې پر مهال څرګنده کړې چې د ایران ملت د خپل هېواد د خاورې، اوبو او هغو ټولو کسانو پوروړی دی، چې د وروستۍ جګړې پر مهال یې قربانۍ ورکړې دي.
آغلې مهاجراني ټینګار وکړ، چې د هېواد د خپلواکۍ او عزت ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی، او د هغو وینو درناوی کول پکار دي، چې د وطن د دفاع په موخه تویې شوې دي.
هغې زیاته کړه: «۱۲ ورځنۍ جګړې نړۍ ته دا وښودله، چې ایران یو ځواکمن او پیاوړی هېواد دی. موږ د خپل ځواک د ساتنې او د دفاعي بنسټونو د لا پیاوړتیا لپاره هڅې روانې ساتو، ترڅو هېڅ ځواک زموږ د حاکمیت او ملي امنیت پر وړاندې ولاړ نه شي.»
د ایران د حکومت ویاندې همدارنګه ویلي، چې د هېواد نظام د ملي یووالي، اقتصادي ثبات او د دفاعي ځواکونو د لا تجهیز لپاره جدي ګامونه اخلي. د هغې په وینا، د جګړې پرمهال د خلکو یووالی او د پوځونو همغږي د ایران د مقاومت یو نوی باب پرانیست.
مهاجراني ټینګار وکړ، چې ایران به د خپلو ګټو، خاورې او ولس د ساتنې لپاره هر ډول هڅې کوي او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې به خپل دریځ ته دوام ورکړي.

