د ایران ولسمشر پاکستان ته تللی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شنبې پر ورځ پاکستان ته سفر وکړ. هغه ته د لومړي وزیر شهباز شریف له لوري هرکلی وویل شو.
ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو لوړ پوړي پلاوي به پر اقتصادي، امنیتي او نورو ګډو همکاریو خبرې وکړي.
د ښه راغلاست مراسمو پر مهال ، ښاغلي پزشکیان د پاکستان د لومړي وزیر په ماڼۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د سمبول په توګه یو بوټی کېنوه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د لوړ پوړو چارواکو یوه ډله په دې سفر کې له ښاغلي پزشکیان سره ملګري دي.
پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر پیل کې، ښاغلی پزشکیان د شنبې په ورځ لومړی لاهور ته لاړ او د واکمن مسلم لیګ ګوند مشر محمد نواز شریف او همدارنګه د پنجاب له اعلی وزیرې مریم نواز شریف لخوا یې هرکلی وشو.