د بدخشان په کان کې چاودنې دوه کسان وژلي او دوه ټپيان شوي

د بدخشان مسوولین وایي، د یاد ولایت په یو کان کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه پرون (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه) د راغستان ولسوالۍ په «کمبک» سیمه کې شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا چاودنه په کان کې دننه شوې او نوعیت یې نه دی په ډاګه شوی.
مسوولینو ویلي چې د دې چاودنې له امله وژل شوي کسان د دغه ولایت یفتل ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
د یادولو ده چې په بدخشان کې تر دې مخکې هم د ورته پېښو له امله لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
په بدخشان ولایت کې دا مهال د طلا په ګډون په پرلهپسې ډول د کانکیندنې چارې روانې دي.
بلخوا کارپوهانو په افغانستان کې د کانونو نړېدو او یا پکې د چاودنو ستر لاملونه غیرمعیاري کانکیندنه بللې او دې برخې ته یې د اسلامي امارت پاملرنه غوښتې ده.

