د بشري حقونو نړیوال بنسټ د کرکټ په میدان د پاکستان بمبارۍ د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده

د بشري حقونو نړیوال بنسټ (IHRF) د پاکستاني پوځ لهخوا د پکتیکا ولایت پر یوه ځایي کرېکټ لوبډله هوایي برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې د نړیوال بشري قانون او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د منشور څرګنده سرغړونه بللې ده.
یاد بنسټ په دې ولايت کې پر ملکې وګړو بمبار یو «ناوړه او نهبخښونکی» عمل بللی دی. «IHRF» بنسټ له ټولو بشري ټولنو او سازمانونو غوښتي، چې دا پېښه او پر افغان ملکي وګړو د روانو بریدونو لړۍ «بېړنۍ» وڅېړي، څو دا ډول جنایتونه بربنډ شي.
د بشري حقونو نړیوال بنسټ (IHRF) ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د دغو بریدونو مسوولین د عدالت سټېج ته را کش کړي او دغه راز د افغان ولس د «ژوند، کرامت او خوندي راتلونکي» د ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a980s

