د تاوتریخوالي پر وړاندې منځګړیتوب: د پچیراګام درې کورنیو ۷۰ کلنه دښمني ختمه کړه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د ځایي مسوولینو، دیني علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ د درېیو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۷۰ کلنه اوږدمهاله دښمني حل او فصل شوه.
د یاد وزارت په وینا، د دې شخړې له امله د ښکېلو کورنیو د دولس تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي وو او د دې سربېره دواړو لوریو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي وو.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4736a