د جي۷ هېوادونو اعلان د افغانستان زلزله‌ځپلو سره خواخوږي او عاجلې مرستې غواړو

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې «جي۷» د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د اوښتو درنو تلفاتو او مالي زیانونو په تړاو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

دغه هېوادونو د ټولنیز پلاتفورم «ایکس» له لارې په یوه ګډ بیان کې ویلي، چې له زلزله‌ځپلو افغانانو سره خواخوږي لري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې، څو له زیانمنو کورنیو سره د بېړنیو بشري مرستو رسولو کې همکاري وکړي.

په بیان کې راغلي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د سختو ژمنیو شرایطو له امله لا هم اندېښمنوونکی دی، ځکه چې ډېرې کورنۍ بې‌سکنه شوې او د سړې هوا، لوږې او د سرپناه د نشتوالي له سختو ستونزو سره مخ دي.

جي۷ هېوادونو ټینګار کړی، چې د بشري مرستو رسونه باید ژر تر ژره پیل شي، څو د نورو احتمالي تلفاتو مخه ونیول شي او زلزله‌ځپلو خلکو ته د ژوند بنسټیزې اړتیاوې برابرې شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6972a
دکمه بازگشت به بالا