د جګړې او ویاړ تر منځ: ټرمپ ځان او نتنیاهو د ایران پر ضد «جنګي اتلان» ونومول

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه راډیويي مرکه کې د ايران پر اټومي تأسيساتو د بريد له امله ځان او د اسرائيلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ته د «جنګي اتل» لقب ورکړی دی.

هغه ټینګار کړی چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د واشنګټن تر بریدونو وروسته نتنیاهو هم ورته دریځ خپل کړی و.
ټرمپ په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جګړې د ختمولو لپاره د یو مجلس نیت لري.

نوموړي زیاته کړې: دغه وژنه باید نور پای ته ورسېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4718a
دکمه بازگشت به بالا