د رسميت له پېژندنې تر پانګونې: د افغانستان د اقتصاد وزير څرګندونې

د اقتصاد وزير قاري دين محمد حنيف په کابل کې د جاپاني شبکې «اېن اېچ کې» سره په مرکه کې ویلي، د روسيې له لوري د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې پرېکړه سياسي او اقتصادي ګټې لري.
ښاغلي حنيف هيله څرګنده کړې، چې روسيه به له افغانستان سره د پانګونې او د منرالونو د زېرمو د پراختيا په برخه کې اقتصادي همکاري پراخه کړي.
قاري دين محمد حنيف زياته کړې، دوی به له نورو هېوادونو، په ځانګړي توګه له جاپان څخه د رسميت پېژندنې غوښتنه کړې او تمه يې ښودلې چې جاپاني شرکتونه په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ښاغلي وزير په افغانستان کې د ښځو په تړاو چې ګواکې بشري حقونه يې تر پښو لاندې شوي رد کړې او زياته کړې يې ده، چې د هېواد مذهبي کړنلارو ته بايد درناوی وشي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4621a