د روغتیا نړیوال سازمان: په غزې شمال کې د اسراییلي عملیات روغتونونه له منځه وړي

د روغتیا نړیوال سازمان د غزې په شمال کې د اسراییلي پوځ د عملیاتو د بندېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په دې سیمه کې د اسراییلو د ځمکنیو عملیاتو له کبله ډېری روغتونونه د له منځه تلو په حال کې دي.
د WHO مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې د غزې شمال ته د اسراییلو د پوځ د ننوتو او د خلکو د راوتو له کبله د کورنیو کډوالو یوه نوې څپه رامنځ ته شوې ده او په نتیجه کې یې جګړه ځپلې کورنۍ په ډېره کوچنۍ ساحه کې چې د نوموړي په وینا له انساني کرامت سره نه ښايي راټولې شوې دي.
ګیبریسیوس خبرداری ورکړ چې د غزې روغتیايي مرکزونه د سقوط په حال کې دي او د روغتیا نړیوال سازمان د ناامنۍ د پراخېدو له کبله نه شي کولای خلکو ته د ژوند ژغورونکې مرستې ورسوي.
د غزې په ښاري ناحیو کې د اسراییلو پوځي عملیات نن د دریمې ورځې لپاره هم روان دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5759a