د سلطان محمود غزني ښارګوټي اړوند ځمکه دولتي تثبیت شوه

عدلیې وزارت وايي چې په غزني ولایت کې د «سلطان محمود غزنوي ښارګوټي» اړوند ۱۷۳۰ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې ده.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې ټولې ځمکې څخه ۹۱۵ جریبه مخکې د اشخاصو په واک کې وې او د ځانګړې محکمې د حکم پر بنسټ دولتي تثبیت شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې یادې ځمکې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصبشویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري څېړل شوې وې، څو قانوني تثبیت او د خلکو حقوق خوندي شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q416q

