د سېلابونو له امله د کونړ ـ نورستان لاره تړل شوې

د نورستان ولایت مقام رسنیو دفتر ویلي، وروستیو سېلابونو او غرښویېدنې له امله د کونړ او نورستان ترمنځ غځېدلې لاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي، د ټولګټو ریاست تخنیکي ټیمونه د لارې پر بېرته خلاصولو بوخت دي.
مسوولینو له خلکو غوښتي، تر بلې خبرتیا پورې پر یاده لاره تګ راتګ ونه کړي.

