د سېلابونو وېره: خیبرپښتونخوا او شاوخوا سیمو کې د مرګژوبلې سخت واقعیت

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په تېرو دوو شپو او ورځو کې د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۳۲۸ تنو ته رسېدلی او لسګونه نور ټپیان دي.
د راپورونو لهمخې، دغه راز د دې سېلابونو په پایله کې ۱۲ تنو په ګلګت بلتستان او ۱۱ نورو په کشمیر کې هم ژوند بایللی دی.
دا په داسی حال کې ده، چې د خیبرپښتونخوا به بونیر، سوات، مانسهره، باجوړ او بتګران له سیمو د پراخو ویجاړیو او زیانونو راپورونه خپاره شوي او د مرګژوبلې د ډېرېدو اندېښنې شته.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a502s