د صادراتو او وارداتو تازه وضعیت: چنګاښ میاشت کې د سوداګرۍ ارقام لوړ شول

د احصايې او معلوماتو ادارې راپور ورکړی، چې د روان کال د چنګاښ مياشتې په ترڅ کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۴ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت یو ميلیارد او ۱۹۱.۱ ميليون ډالرو ته رسېږي.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په غبرګولي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۶۳.۱ ميليون ډالر و؛ اوس دا ارقام ښي، چې په چنګاښ مياشت کې د صادراتو ارزښت د روان کال د غبرګولي مياشتې په پرتله ۴۰.۹ ميليونه ډالره ډېر شوی دی.
بل لور، د روان کال په غبرګولي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۹۳۷.۲ میلیون ډالرو ته رسیده، چې په چنګاښ مياشت کې د تېرې میاشتې په پرتله ۲۵۳.۹ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پکې راغلی دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a517s