د صنعت او سوداګرۍ وزارت له پاکستان پرته د صادراتو بدیلې لارې فعالې دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړلکېدو سره سره له بدیلو لارو د افغانستان صادرات روان دي.
د دغه وزارت ویاند، عبدالسلام جواد رسنيو ته ویلي چې دا مهال د چابهار بندر له لارې عربي هېوادونو او هندوستان ته د افغانستان مېوې او کورني تولیدات صادرېږي.
د ښاغلي جواد په وینا چې پر چابهار سربېره د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له لارو هم د منځنۍ اسیا او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د تازه مېوو صادرات روان دي.
عبدالسلام جواد همداراز ویلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر بېلابېلو هېوادونو ته د سفرونو پرمهال هڅې پیل کړې چې د افغانستان صادراتو ته نوي نړیوال بازارونه پیدا کړي.

