د صنعت او سوداګرۍ وزارت پاکستان ټیټ‌کیفیت درمل صادروي، سوداګر دې بدیل بازارونه وپلټي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزيزي، ویلي چې پاکستان تل د افغان سوداګرو د زیانمنېدو لامل شوی او د افغانستان د سوداګرۍ په وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.

ښاغلي عزيزي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې له اوږدې مودې راهیسې له سیاسي کړکېچونو او متقابلو محدودیتونو سره مخ دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ټینګار کړی، چې پاکستان په پرله‌پسې ډول د ټیټې کيفيت لرونکي درملو صادرات افغانستان ته کوي، چې دا کار د افغان وګړو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کوي. نوموړي ویلي، حکومت د دې وضعیت د مخنیوي لپاره جدي اقدامات پیل کړي او هڅه کوي، د ټیټې کيفيت لرونکو درملو د واردېدو مخه ونیسي.

عزيزي له افغان سوداګرو وغوښتل، چې د خپلو وارداتو لپاره بدیلې لارې او نوي بازارونه ولټوي، څو له پاکستاني درملو او توکو د انحصار خطر پای ته ورسېږي. هغه زیاته کړه، چې اوس د افغانستان لپاره د درملو، خوراکي توکو او نورو تجارتي موادو د واردولو ګڼ بدیلې لارې موجودې دي، او سوداګر باید له هغو څخه پراخه ګټه واخلي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د اسلامي امارت مشرتابه د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ د پیاوړتیا لپاره کار کوي او له ټولو سوداګرو غواړي، چې د ملي ګټو د خوندیتوب او د افغان تولیداتو د ودې لپاره له حکومت سره نږدې همکاري وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، هڅې روانې دي چې د درملو د وارداتو او توزیع نظام معیاري شي، څو د ټیټې کيفيت لرونکو توکو د واردېدو مخه په بشپړ ډول ونیول شي.

دکمه بازگشت به بالا