د عامې روغتیا د درملو تنظیم پلاوی د همغږۍ لپاره ترکیې ته ولاړ

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رییس ډاکټر نعیم‌الله ایوبي له یوه تخنیکي پلاوي سره ترکیې ته روان شو.
عامې روغتیا وزارت وایي، یاد پلاوی به د ترکیې د درملو ادارې له مسولینو سره د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم په تړاو یو شمېر مهمو موضوعاتو باندې خبرې وکړي.
یاد وزارت زیاتوي، چې د دې سفر په ترڅ کې به هڅه وشي، چې هېوادوالو ته په مناسبه بیه د لوړو کیفیت درملو برابرولو په موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د درملو د تولید او تورید برخه کې لا ښه همغږي رامنځته شي.
یاد پلاوی به دغه راز د ترکیې د درملو له تولیدي فابریکو څخه هم لیدنه وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w1020w
دکمه بازگشت به بالا