د عامې روغتیا وزیر د سعودي سفر لاستهراوړونکی و، پر برېښنايي سیستم او همغږۍ ټینګار شوی

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان له سفر څخه تر راستنېدو وروسته د یاد وزارت له مرستیالانو او مرکزي رییسانو سره ناسته کړې او یاد سفر یې له لاستهراوړنو ډک بللی دی.
د روغتیا وزارت په اېکسپانه لیکل شوي چې مولوي نور جلال جلالي په دې ناسته کې د روغتیا ملي پالیسۍ پر لازم تطبیق، دندو ته پر وخت حاضرېدو، ژمنتیا او بشپړې همغږۍ ټينګار کړی.
د عامې روغتیا وزیر همداراز د روغتیا په برخه کې د بشپړ برېښنايي سیستم د رامنځتهکېدو سپارښتنه هم کړې او ډاډ یې څرګند کړی چې یاد وزارت به د شته ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

