د غزني د اوړو نوی کارخونه: د اقتصادي ځان بسیاینې نوې هیله او د کارموندنې فرصتونه

د افغانستان غزني ولايت کې يوه سوداګر د دوه نيم ميلیون ډالرو په لګښت د اوړو د تولید يوه داسې کارخونه جوړه کړې چې لسګونو کسانو ته په کې د کار موکې هم برابریږي او د هغه ولایت د اوړو اړتیا پوره کولو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

د کار خونې چلونکو ویلي، ۲۴ ساعتونو کې د ۲۵۰ ټنه اوړو د تولید وړتیا لري. “پلان دا دی چې راتلونکې کې دا کچه لا لوړه شي.”

افغانستان کې دا مهال په کور دننه د اوړو له اړخه پر ځان بسیا نه دی او تر ډېره له خپلو شمالي ګاونډیانو اوړه واردوي.

د غزني د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر عبدالرحمان احمدي ځايي رسنیو ته ویلي “دا اقدام د اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور یو مهم ګام دی او د دې ډول پانګونو ملاتړ کوو”.

کرنې وزارت لخوا خپاره شوي وروستي معلومات ښيي چې د هېواد دننه د غنمو تولید اوس مهال د کلنۍ ټولې اړتیا شاوخوا ۶۰ تر ۷۵ سلنه پوره کوي.

که څه هم دا یوه مهمه برخه ده، خو هېواد لا هم د اړتیا د پوره کولو لپاره تر ډېره پر وارداتو تکیه دی. 

اټکل کېږي چې افغانستان هر کال د خپلو ملي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۲.۵ تر ۳.۵ میلیونه مټریک ټنه نورو غنمو ته اړتیا لري.

افغانستان له روسیې، قزاقستان، او پاکستانه واردات لري خو لویه برخه په کې له قزاقستانه ده.

که څه هم غزني کې د تازه جوړې شوې کار خونې په څېر چارې یو اقتصادي پرمختګ بلل کېږي خو کارپوهان وايي پر کرنې لا ډېره پانګونه او ورسره مسلکي چلند کولی شي افغانان په کور دننه له دغه اړخه ماړه وساتي او دا چې پر وارداتو تکیه ډېره کله افغان بازارونو کې د بیو له پلوه خلکو ته ستونزې هم پېښوي.

دکمه بازگشت به بالا