د غزې جګړه؛ نږدې ۸۰ زره اسرائيلي پوځيان ژوبل، ۲۶ زره یې له رواني بحران سره مخ دي

خبرگزاری سریع: د عبري ژبې رسنیو د تازه راپورونو له مخې، تر اوسه پورې نږدې ۸۰ زره اسرائيلي پوځيان د غزې جګړې له امله ژوبل شوي او روغتيايي درملنه یې روانه ده. دغه شمېرې د اسرائيلو د نامتو ورځپاڼې “یدیعوت آحارنوت” له خوا خپرې شوې دي، چې پکې ویل شوي، د دغو ټپیانو له ډلې لږ تر لږه ۲۶ زره پوځيان له رواني اختلالاتو او ژور فشار سره مخ دي، او د تخصصي درملنې اړتیا لري.

دا شمېرې هغه پټ او دروند لګښت ښکاره کوي، چې د اسرائيلو پوځ د غزې جګړې له پیل راهیسې (د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر څخه تر اوسه) پرې کړی دی. دا جګړه، چې تر ډېره د فلسطینیانو لپاره د بشري ناورین بڼه لري، اسرائيلو ته هم ستر پوځي، ذهني او ټولنیز زیانونه اړولي دي.

د راپور له مخې، دا حالت د پوځ دننه د شخصي ارادې، مورال، او فزیکي ـ رواني ظرفیت پر کمزوري کېدو ښکارندویي کوي، او دا ټول د جګړې اوږدېدو، د غزې له پیچلي مقاومت، او نړیوالو فشارونو سره مستقیم تړاو لري.

دکمه بازگشت به بالا