د فلسطین د رسمیت پېژندنې پرېکړه: نتنیاهو رد کړه او د ښارګوټو پراخېدو پلان یې اعلان کړ

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د هغو لوېدیځو هېوادونو پرېکړې ته توند غبرګون ښکاره کړی، چې فلسطین یې د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژند.

د صهيونيست رژيم لومړي وزير ټينګار کړی، چې هېڅکله به فلسطیني دولت جوړ نه شي.

په ورته مهال، نتنیاهو د لوېدیځې غاړې د ښارګوټو د پراختیا خبر هم ورکړی او زیاته کړې يې ده: ((د فلسطین د رسمیت پېژندنې په تړاو به خپل رسمي دریځ د امریکا تر سفر او له ډونالډ ټرمپ سره تر لیدنې وروسته روښانه کړم.))

بل‌خوا، د اسرائیلو د کابینې یو شمېر افراطي وزیرانو د برېټانیا، کاناډا او اسټرالیا پرېکړه غندلې او ټینګار یې کړی، چې اسرائيل بايد پر لوېدیځه غاړه بشپړ واک ولري او د فلسطین ځواکونه له منځه یوړل شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د یکشنبې په ورځ یادو هېوادونو په رسمي توګه فلسطین په رسمیت وپېژاند، چې له دې سره د فلسطین د رسمیت پېژندونکو هېوادونو شمېر شاوخوا ۱۵۰ ته ورسېد.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5850a
دکمه بازگشت به بالا