د فوټسال ملي لوبډله نن شپه له کوېټ سره دویمه تمریناتي لوبه کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن (د مرغومي لومړۍ نېټه) د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي پروګرامونو د یوې برخې په توګه د کوېټ پر وړاندې خپله دویمه لوبه وکړي. دغه لوبه د کابل په وخت د شپې په ۸:۳۰ بجو پیلېږي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په خپلې لومړۍ دوستانه لوبه کې د شنبې په ورځ (د لېندۍ په ۲۹مه) د کوېټ لوبډلې پر وړاندې د ۴-۴ امتیازونو سره لوبه مساوي کړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي پروګرامونو د یوې برخې په توګه د ویتنام ملي لوبډلې سره هم مخ شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به په ویتنام کې یو روزنیز کمپ کې برخه واخلي؛ ترڅو د ۲۰۲۶کال په اسیا جام کې پیاوړی حضور ولري. د یاد پروګرام د مهالوېش له مخې؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د روانې مرغومي میاشتې په ۲۹مه او د ۱۴۰۴کال د سلواغې په لومړۍ نېټه د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې دوه تمریناتي لوبې ترسره کړي.

دارنګه د فوټبال فدراسیون په وینا؛ ملي لوبډله به د ۱۴۰۴کال د مرغومې له ۶مې تر ۲۶مې پورې د ایران په مشهد ښار کې تمرینات وکړي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تخنیکي کارکوونکو ۱۷ لوبغاړي دغه روزنیز کمپ ته بللي دي، چې په‌کې مهران غلامي، علي رضا جعفري، فرزاد محمودي او محمد رضا کریمي شامل دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2169e
دکمه بازگشت به بالا