د متقاعدینو د معاشونو شپږم مهالوېش پیل شو

د اسلامي امارت د مالیې وزارت اعلان کړی چې د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې شپږم میاشتنی مهالوېش د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري له ۱۵مې پیل شوی او تر ۲۶مې به دوام وکړي.

د تقاعد د خزانې عمومي ریاست ویلي، متقاعدین کولای شي خپل معاشونه د ټاکلي سیستم له لارې ترلاسه کړي، او د پوهنې او ملي دفاع وزارتونو متقاعدینو ته به ورکړه د ځانګړي مهالوېش له مخې ترسره شي.

سرچینه زیاتوي، هغه متقاعدین چې نومونه یې په لومړني لېست کې نشته، د معلوماتو لپاره دې د تقاعد له ادارې سره اړیکه ونیسي، او د نورو ادارو مهالوېش به هم اعلان شي.

د چارواکو په وینا، د معاشونو منظم ورکړه د متقاعدینو د ژوند د اسانتیا او اقتصادي ثبات لپاره مهم ګام بلل کېږي.

دکمه بازگشت به بالا