د مسکو ناسته؛ هند او روسیه د افغانستان د اعتراف پر لور یو نوی مسیر پرانیزي

هندي رسنۍ: د هند د ملي امنیت سلاکار د افغانستان وضعیت او رسميت پېژندنې په اړه له روسي چارواکو سره خبرې کوي
ځينو هندي رسنیو رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار مسکو ته سفر کړی او هلته له روسي چارواکو سره د خبرو په ایجنډا کې یې افغانستان هم شامل دی.
‘د هندوستان ټایمز’ او ‘د هندو’ ورځپاڼو د ځينو سرچینو له قوله ویلي چې اجیت داول به له روسي چارواکو سره پر خپلمنځي دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي راکړې ورکړې او پر امنیتي مسئلو سربېره د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړي.
دغو ورځپاڼو لیکلي چې تمه ده، د هند د ملي امنیت دغه سلاکار به له روسانو سره د دوی پر هغې پرېکړې هم وغږېږي چې پر بنسټ یې روسیې په افغانستان کې د اسلامی امارت په رسمیت وپېژانده.
ښاغلی داول داسې مهال مسکو ته سفر کوي چې د امریکا ولسمشر پر هند له روسیې د تېلو پېرلو له کبله د تعرفې کچه ۵۰ سلنه ته لوړه کړه.