د ملي دفاع وزارت ۸۶ منسوبین له مسلکي پوځي زده‌کړو فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۸۶ منسوبینو د عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ په مسلکي ښوونځیو کې د BM-21 دستګاه او د چاودېدونکو توکو د خنثی کولو څلورنیم میاشتینۍ نظري او عملي زده‌کړې بشپړې کړې دي.
د دې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌عنه د جګړه‌یيزوګډو زده‌کړو قوماندانۍ مسوولینو ګډون درلود او تازه فارغ‌شویو ته یې بېلابېلې سپارښتنې کړې دي.
بلخوا تازه فارغ‌شویو ژمنه کړې چې دوی به له اسلامي نظام او هېواد څخه په هر حالت کې دفاع کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w215w
دکمه بازگشت به بالا